اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند مقبوضه کشمیر كښې د هند لخوا د امن خبرو اترو وړاندېز غېر حقيقي او په بدنيتۍ آډانه ګرځولو سره وئيلي دي د كشميريانو مشرانو٬ پاكستان او هند درېو واړو د ګډون نه غېر به خبرې ګټورې نه وي٬ په دې نتاظر كښې د حريت مشرانو د ګډون نه غېر به هم مذاكرات د نتيجو وړ نه وي۔ د نهې په ??رځ د هند لخوا د امن خبرو په ??ړاندېز تبصره كولو كښې ده ووئيل د هند دا اقدام حقيقت پسندانه او مخلصانه نه ښكاري۔ وياند ووئيل امن خبرې اترې د نتيجو وړ جوړولو لپاره د درېو واړو ډلو كشميريانو ٬ پاكستان او هند ګډون ضروري دے۔ په دې نتاظر كښې د حريت قيادت د ګډون نه غېر يوه هم رابطه او يا مذاكرات به نتيجه وركونكې نه وي۔ وياند ووئيل په ??قبوضه كشمير كښې د هند د رياستي ترهه ګرۍ خاتمه او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له ??خې د مذاكراتو د لارې د جمو او كشمير كشالې سوله ايز هوارې د وخت ضرورت دے او دا په سوئيلي آسياء كښې پائيدار امن او استحكام باوري كولو لپاره ضروري دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې نړيواله ??رورولي به د كشم??ر د اوږدې مودې كشالې هواري له خپل كردار ترسره كړې۔ تېره ورځ د هند داخله ??زير راج ناته سنګھ كشميريانو سره د خبرو اترو اعلان سره هند د انټېلي جنس بېورو پخوانې مشر دنیشور شرما کشمیر لپاره د مذاكراتو نمائنده ټاكلې دے٬ خو حريت كانفرنس هندي وړاندېز رد كولو سره وئيلي دي په ??شم??ر د پاكستان نه غېر هند سره خبرې اترې نشي كېدې۔