اسلام آب??د 31 دسمبر (اے پی پی) د موسمي بدلون وفاقی وزیر سناتور مشاهداللہ خان وئيلي دي پاکستان عوامی تحریک او د هغې اتحادی ګوندونه سیاسی مقصدونو ترلاسه كولو له په مړو سیاست کوي۔ د اتوار په ورځ يو نجی ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د پاکستان عوامی تحریك مشر طاهرالقادری جمهوری سړے نه دې او نه د جمهوریت سره څه تعلق لري۔ده ووئيل پاکستان عوامی تحریك او تحریك انصاف غير د څه وجه د احتجاج او دھرنو د لارې د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت په لاره كښې خنډان راولاړ كړې۔ ده ووئيل د دغې دواړو سياسي ګوندو په مجه د پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف د اولسې ښېګړې ګڼي پرژوې د تاخیر ښکار شوې، د دغې دواړه سیاسی ګوندونو د ډنډورو ??ره د پرمختګ او سوكالۍ مزل روان ساتلې شوې۔ د پاك چین اقتصادی راهدارۍ پشمول اورنج لائن ټرین، میټرو ??س، سړکونو جوړولو او نورې اولسې فلاحی پروژې پيل شوې كومو څخه چې نن پاکستانې اولس مستفید كېږي۔