اسلام آباد ۔ 06جنوری(اے پی پی) نوموړے ایئر مارشل ) ریټائرډ) اصغر خان څوك چې د جمعې په ورځ مونږ څخه ټول عمري له جدا شو د جنورۍ په 17 مه نېټه كال 1921ﺀ كښې د جموں و كشمير په مخصوص پوځي روايات لرونكې كورنۍ كښې زېږېدلې ؤ۔ د ايچي سن كالج څخه د زده كړو ترسره كولو نه پس هغه په دسمبر كال 1940 كښې پھ رائل انډين ايئر فورس كښې ګډون كړ?? ؤ ۔ هغه د يو ځوان فائټر پائېلوټ په توګه د برما په مقام په دوئم لويې جنګ كښې ګډون كړ?? ؤ ۔په كال 1947 كښې د پاكستان جوړېدو نه پس د هغه تبادله رائل پاك فضائيه ته وكړې شوه او هغه د رائل پاك فضائيه كالج رسالپور وړومبې كمانډنټ جوړ شو۔هغه د آزادۍ نه سمدستي وروستو د پاكستان او هند ترمينځه د كشمير پھ محاذ په وړومبني جنګ كښې ځانګړي خذمات ترسره كړل۔هغه ته د بابائے قام قائداعظم محمد علي جنا?? د ??ائل پاك فضائيه ټريننګ سكول رسالپور ته په راتللو د هركلي كولو درنښت هم ترلاسه ؤ۔پھ جولائي كال 1957 كښې هغه د 36 كلونو په عمر كښې تر ټول?? كم عمره پاكستانې كمانډر انچيف جوړ شو۔د كمانډر انچيف په حېث ايئر چيف مارشل اصغر خان نوې جيټ٬بمبار٬مسافر بردار٬تربيتي الوتكې او چورلكې شاملولو سره پاك فضائيه په جديد فضائي قوت بدل كړه۔ د هغه په مشرۍ كښې پاك فضائيه بي 57 بمبرز٬ ټي ۔ 37 ټونټي برډز٬ اېف ۔86 ٬ سبريس٬سټار فائيټرز٬ اېف ۔ 104 او سي130 هركوليس الوتكې په فضائي بېړۍ كښې شاملې كړ?? شوې۔د هغه د خذماتو پھ اعتراف كښې پي اے اېف اكېډمي رسالپور په كال 2017م كښې د ايئر مارشل اصغر خان په نوم منسوب كړ?? شوې ده۔