اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي﴾ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئي??ي دي چې په هېواد كښې جمهوريت وده كوي٬ په جولائي كښې به ټولټاكنې كېږي٬ بايد پرمختيائي پروژې د سياست او د حكومتي بدلونونو نه بالاتر وي٬ په خوارې سره به كار ته ادامه وركوو٬ د جمهوريت تسلسل سره به پاك??تا?? پرمختګ كوي٬ د قائداعظم د جمهوريت سبق د پاك??تا?? د وړاندې بوتللو يواځنې لار ده٬ كراچې پاك??تا?? لپاره د زړه حيثيت لري٬ د كراچې پرمختګ او د ستونزو حل لپاره به وفاقي حكومت خپل كردار ترسره كوي٬ د موټروېز پروژه به د پاك??تا?? د معيشت حركيات بدل كړي٬ د پاك??تا?? او چين د اقتصادي لارې پروژې ګټه به د پاك??تا?? پشمول د مېنځنې اسيا٬ افغان??تا?? او د منطقې نورو هېوادونو ته ه?? ورسي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په كراچې كښې د لياري اېكسپرېس وے د نارتھـ باؤنډ كېرج وے پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې د دې پروژې پرانسته كولو سره ډېر خوشحال يم٬ د لياري اېكسپرېس وے په پروژه د اوږدې مودې نه كار روان و٬ دا پروژه بېلا بېلو ستونزو سره مخ وه چې پكښې د تجاوزاتو او د تكنيكي نوعيت ستونزې وې٬ له بده مرغه تجاوزات داسې وي چې لرې كول ئې مشكل وي٬ خو د سندھ حكومت٬ د كراچې ځائي حكومت او اېف ډبليو او په ستونزو قابو موندلې۔ په دې لړ كښې د جنرال افضل صاحب د اېن اېچ اے چيئرمېن او د نورو اړوند كسانو هڅې د ستائنې وړ دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د دې ستونزو له امله د پنځه نيم اربه روپو پروژه په لس اربه روپې ترسره شوه۔ ده ووئيل چې كله ه?? پروژې تاخير سره مخ كېږي ن?? قيمت ئې ادا كول وي٬ دې سره سره وګړو هم لس كاله انتظار وكړو۔ شكر دے نن دا پروژه ترسره شوه۔ وزيراعظم ووئيل چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت چې كومې پروژې پېل كوي٬ هغه ترسره كوي٬ زمونږ دا روايت پاتې شوے خو حكومت پروژه پېل كړي٬ دويم نه بلكې دريم حكومت ئې پوره كړي٬ خو نېشنل هائي وے اتهارټې خپله كاركردګي ښه كړې او خواري ئې كړې٬ ده ووئيل چې په هېواد كښې د شپږ لېن 1700 كلوميټره موټروېز جوړې شوې دي يا جوړېږي۔ وزيراعظم ووئيل چې په ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم په موقع د يو شمېر هېوادونو او ځينې د لويو هېوادونو مشرانو پوښتنه وكړه چې مونږ د 250 كلوميټره موټروے په دوه كلونو كښې نه شو ترسره كولې او په پاك??تا?? كښې په لنډه موده كښې دا موټروے ترسره كېږي۔ دا د اېن اېچ اے او د نورو ادارو د انتظاميې او كاركنانو كاركردګي٬ هڅو او عزم ثبوت دے٬ اوس به نورې پروژې هم په وخت ترسره كېږي۔ وزيراعظم لياري اېكسپرېس وے د ښار پرمختګ او د ستونزو حل لپاره مهمه وګرځوله او وې وئيل چې هيله ده د كراچې ښار نورې پروژې به ه?? زر ترسره شي۔ ده ووئيل چې وفاقي حكومت كراچې لپاره د 32 اربه روپې پېكچ وركړے٬ دې سره د سندھ حكومت او د كراچې ځائي حكومت هم د ښار پرمختګ لپاره د بېلا بېلو پروژو اعلان كړے۔ ده ووئيل چې كراچې د پاك??تا?? د زړه حيثيت لري٬ كه كراچې پرمختګ ونه كړي نو پاك??تا?? به پرمختګ ونه كړي۔ مونږ په دې اړه پوخ عزم لرو۔ وزيراعظم ووئيل چې ده خپل سلاكار مفتاح اسماعيل ته د كراچې پرمختګ او د دې د مسئلو حل كولو لپاره وئي??ي دي۔ دستورې ته د وېنا كولو په مها وزيراعظم د پاك??تا?? او د چين د اقتصادي لارې پروژې په خاص توګه ذكر وكړو او وې وئيل چې د پاك??تا?? او چين د اقتصادي لارې پروژې ګټه به د پاك??تا?? پشمول د مېنځنې اسيا٬ افغان??تا?? او د منطقې نورو هېوادونو ته ه?? ورسي۔ ده د ښار پرمختګ لپاره د سندھ حكومت ته د بشپړه مرستې باور وركړو۔ د دې څخه وړاندې وزيراعظم د تختې كتنه كولو سره د لياري اېكسپرېس وے پرانسته وكړه۔ په دې موقع د سندھ ګورنر محمد زبیر، وزیراعلیٰ سید مراد علی شاہ، وفاقی وزیر حافظ عبدالکریم، دوهمه وزيره مریم اورنګزېب، دوهم وزير جام کمال خان، د وزیراعظم خاص مرستيال ډاکټر مصدق ملک، مفتاح اسماعیل، کور کمانډر کراچي، ډي جي رینجرز، چیئرمین ایف ډبلیو او، چیئرمین این ایچ اے او نور چارواكي هم موجود وو۔ د يادونې وړ ده چې د پرانستې نه پس د لياري اېكسپرېس وے پروژه په مكمل توګه فعاله شوې۔ د پروژې د رېمپس پشمول ټول اوږدوالې 38 كلوميټره دے په كومه چې 10 اربه روپې اخراجات راغ??ي دي۔ په دې كښې د سهراب ګوټ٬ منګهو پير٬ سرشاه سليمان او د ماړي پور پشمول څلور انټرچېنجز شامل دي۔ دې سره سره 20 لوي پلونه ه?? د پروژې برخه دي۔ دا پروژه په ښار كښې د زياتېدونكي ټرافيك فشار كمولو لپاره ډېره مهمه ده۔ د كراچې بندر او سپر هائي وے ﴿اېم ن9﴾ څخه راتلونكې ټرافيك به په ښار كښې د داخلېدو نه بغېر خپل منزل ته رسېدو لپاره اېكسپرېس وے كاروي۔ پروژې سره به درياب سره سره د سېلابي زيان مخ نيوې هم وشي او دې سره به په ټوله سيمه كښې د ماحولياتي تحفظ په باوري كولو كښې هم مرسته وشي۔