اسلام آباد 09 مارچ(اے پي پي)خارجه وزير خواجه محمد آصف قامي اسمبلۍ ته وئېلي دي د سعودي عرب پشمول په ټوله نړۍ كښې د مېشته پاكستانيانو خېرښېګړی او مسئلو حل لپاره د كميونټۍ ويلفيئر ??فترونو په شمېره كښې د زياتوالي پشمول د اتاشيو استعداد كار زياتوالي پ?? اړه موثره ګامونه پورته كولې شي۔د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې محمود خان اچكزئي د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې خارجه وزير خواجه محمد آصف قامي اسمبلۍ كښې ووئيل د اوورسيز پاكستانيانو تر ټولو زياته شمېره په سعودي عرب كښې ده د كومو شمېره چې د 20 نه تر 23 لكه ده۔د دې حساب سره هلته زمونږ د بنديوانو شمېره هم ??ياته ده٬ ده ووئېل د داسې خلقو شمېره ډېره كمه ده كوم چې نشه اي توكو يا نورو جرائمو كښې ككړ دي۔ده ووئيل سعودي كښې د كميونټي ويلفيئر ??فترونو شمېره ډېره كمه ده٬مونږ د دې دفترونو زياتولو لپاره هڅې كوو۔ده ووئيل مونږ په ذاتي توګه يوه مياشت وړاندې د سعودي عرب خارجه وزير سره د پاكستانيانو مسئلو پ?? اړه خبره كړی دغسې په ويزه فيس زيات شوې دغسې وزټ ويزې فيس هم ??يات شوې۔ده ووئيل كه چرې دا خلق هېواد ته بېرته راغلل نو د سعودي په معيشت به هم ??ثر پريوځي