اسلام آباد ۔ 14 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال ??ئي??ي دي د امن او امان په ځائې ساتلو كښې د پوليس بنيادي كردار دے۔ كو?? هم هېواد زمونږ په ډول د ت??هګرۍ په ضد كاميابي ترلاسه كړې نه ده۔ د پولیس ځوانانو د خپلو سرونو قربانۍ وركولو سره دا جنګ ګټلې۔ پوليس د اولس مرستې څخه ځانله كاميابېدې نه شي۔ ټیکنالوجۍ پولیسنګ بېخي بدل كړې۔ مونږ له به ټېكنالوجۍ څخه استفاده كولو سره د نوې دور غوښتنو سره ځان سمول وي۔ د شورؤ په ورځ د “اکیسویں صدی میں پولیسنګ” په سرخط نېشنل پولیس سمټ اېنډ انوویشن اېکسپو 2018 ء ته خپل خطاب كښې داخله وزير و??ئي?? زه د لوړو زده كړو كمېسيون او نېشنل پولیس بېورو ته د دې كانفرنس په كولو مباركي وركوم۔ دا د خپل نوعيت اولنې كنفرنس او نندارتون دے كوم چې د څلورو واړو صوبو سره سره د آزاد کشمیر، ګلګت بلتستان پولیس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو مشرتابه د يو چھت لاندې جمع كړي۔ ده و??ئي?? راتلونكي كنفرنس كښې به د ملګرو هېوادونو پوليس چارواكي هم رابللې شي۔ وفاقي وزير و??ئي?? كو?? هم هېواد د ت??هګرۍ داسې مقابله نه ده كړې څنګه چې مونږ كړې او كو?? هم هېواد زمونږ په ډول د ت??هګرۍ په ضد كاميابي ترلاسه كړې نه ده۔ ده ووئېل په دې لړ كښې د پوليس كردار ډېر مهم دے۔ پوليس د خپلو سرونو په قرباني په دې جنګ كښې كاميابي ترلاسه كړې۔ مونږ د پوليس ټولو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ ده و??ئي?? د كنفرنس كولو په لړ كښې د لوړو زده كړو كمېسيون كردار هم ځانګړې دے۔ ده و??ئي?? مونږ د سائنس او ټېكنالوجي په دور كښې ژوند كوؤ۔ په نوې دنيا كښې چی??نج??نه بدلېږي او مونږ نوې چې??نج??نو سره مخ يو۔ وګړي هم دې ټېکنالوجۍ څخه استفاده كولو سره د پوليس مرسته كولې شي۔ ده و??ئي?? د کریمنالوجی، سائیکالوجی او سوشیالوجی پشمول د زده كړو بېلې څانګې هم بايد د پوليس مرسته وكړي او په دې څانګو كښې د شوي تحقيق څخه استفاده وكړې شي۔ پوهنتونونو كښې هم بايد په دې اړه ريسرچ وكړې شي۔ وفاقي وزير و??ئي?? جرائم پېشه وګړي هم ټېكنالوجي كاروي او له دې كبله پوليس له زياته ښه ټېكنالوجي كارول وي۔ کانفرنس كښې آئی جی اسلام آباد، آئی جی موټروے پولیس، د څلورو واړو صوبو په شمول د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان آئی جیز، اېف سی کمانډنټ، نېشنل پولیس بېورو او د اېچ ای سی اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔ دستوره كښې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له د 10 دقيقيو خاموشي اختيار كړې شوه او خاص ساز وغږولې شو۔ دستوره كښې 112 پراجېکټس وړاندې كړې شول۔ داخله وزير په غوره پراجېکټ وړاندې كولو د بحریه پوهنتون ، رفاہ پوهنتون او انسټیټیوټ آف سپېس ټېکنالوجی زده كوؤنكو ته اولنې ٬ دوهم او درېم انعامونه او سندونه وركړل۔ دستورې ته په راتګ داخله وزير ته د پوليس يوې چمتو ډلې سلامي وكړه او د اېف سی يوې خاص دلې د روايتي خټك ډانس مظاهره هم وكړه۔ دستوره كښې سفارتي نمائندګانو او طالبعلمانو لويه شمېره كښې ګډون وكړو