اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي كار كونكے سړے عدالتونه د سياست نه يو خوا ته كوي٬دا د هېواد بد مرغي ده چې كار كونكي په عدالتون?? كښې راښكلې كېږې٬ په كوم هېواد كښې چې د سياسي مشرانو عزت نه كېږي هلته پرمختګ ګران دے٬اولس چې په راتلونكو ټول ټاكن?? كښې كومه هم پريكړه كوي قبوله به وي٬هېواد په 65 كلون?? كښې دورمره پرمختګ نه دې كړی لكه څ??مر?? چې په تېرو پنځو كلون?? كښې شوې٬مونږ يوازې خبرې نه دي كار مو كړے ٬زمونږ حكومت د مسئلو په حل كولو پوهېږي٬كه تېرو حكومتونو هم خپل كار كړی ؤ نو د??مر?? مسئلې به نه وې٬يو حكومت هم 2 زر?? مېګاواټ برېښنا نه ده پیدا كړی ٬ مونږ 10 زر?? 400 مېګاواټ برېښنا پېدا كړې ده ۔ده د جمعې په ورځ د نيلم جهلم پروژې وړومبني يونټ د پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔وزيراعظم و??ئي?? نيلم جهلم هائيډرو پراجېګت د پاك چين د ملګرتيا عكاسي ده ۔ده و??ئي?? د دې پروژې په لار كښې ډېر چېلنجونه رامخې ته وو۔ده پروژه كښې برخه اخستوونكو او كردار ترسره كوونكو له مباركي وركړه۔ده و??ئي?? نن زه پھ دې موقع د آزاد كشمير اولس مشر او وزيراعظم په شتوالي كښې د كشميري اولس هلو ځلو او د دې منصوبې لپاره قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔د دوي قربانۍ د چا نه پټ پناه نه دي۔وزيراعظم و??ئي?? د 70 كالو نه مونږ د كشمير مقدمه مخ پھ وړاندې بيايو او په سباؤن كښې به ه?? هڅې روانې ساتلې شي٬مونږ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو ترمخه د كشمير مسئلې هوارې غواړو۔ده و??ئي?? زما د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره چين كښې ملاقات شوې او په دغه ملاقات كښې هم زمونږ سرخط د كشمير مسئله وه۔ما د كشمير د شهيدانو مقدمه هغه ته ورمخې ته كړې او ورته مې و??ئي?? شخړيز كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ د ګردې نړۍ لپاره يو چېلنج دے۔ ده ووئېل 7 لكه هندي عسكر پھ بې ګڼاه كشميريانو ظلمونه كوي٬په وړومبي اپرېل شخړيز كشمير كښې 17 ځوانان شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل كړی شوي٬مونږ د كشمير مسئله هېرولې نه شو او دا د ټولې نړۍ لپاره يوچېلنج دے٬ وزيراعظم ووئېل مونږ په هره كچه دا مسئله راپورته كړی۔مونږ د كشميريانو مرسته كوو او دا مرسته به دوامداره وي۔ده و??ئي?? د كنټرول لائن معامله د چا نه پټ نه ده چې په هند فشار زياتېږي نو د نړۍ پام د ځان نه اخوا كولو لپاره د ډزبنډۍ خلاف ورزۍ كوي