اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي چې پاكستان د ټولو مسئلو په سوله ايز حل باور لري٬ په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپا??ه د ??اج??ستان هڅو ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده دا خبرې د ??اج??ستان په پايه تخت دوشنبې كښې د ??اج??ستان د دفاع وزير جنرال شېر علي ميرزو س??ه د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ دا ملاقات د ترهګري د مخ نيوي پ?? اړه د نړيوال كنفرنس په موقع شوے۔ د دفاع وزير ووئيل چې په داسې حال كښې د افغانستان په ګاونډ كښې دي٬ پاكستان او ??اج??ستان د سلامتيا چېلنجونو او خطرو سره مخ دي۔ وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان د ټولو مسئلو په سوله ايز حل باور لري٬ په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپا??ه د ??اج??ستان هڅو ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده ووئيل چې د چين پاكستان اقتصادي لار به د ګوادر څخه تر كاشغر او په ??اج??ستان كښې تر مورياب د روابطو زياتولو نوې او ځانګړې موقعې پېدا كړي۔ خرم دستګير ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دفاعي مرستې لپاره موقعې لټول كېدے شي ځكه چې د پاكستان په دفاعي صنعتونو او د معياري مصنوعاتو په پېداوار كښې بهتري او جدت راغلې۔ وفاقي وزير د خفيه اطلاعاتو په بنياد د مرستې او د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پوځي مرستې د تبادلو وړاندېز وكړو۔ وفاقي وزير په دې كنفرنس كښې د پاكستان نمائندګي وكړه كوم چې د مئي په 3مه او 4مه نېټه په دوشنبې كښې وشو۔ د دې كنفرنس اهتمام ??اج??ستان د ملګرو ملتونو په مرسته كړے و۔ د دوشنبې كنفرنس په موقع وفاقي وزير خرم دستګير س??ه د ترهګرې م?? نيوي پ?? اړه د ملګرو ملتونو چارواكي جنرال ولادي مير ورنكوف هم ملاقات وكړو۔