اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ?? روژې مباركې مياشت په راتګ ټولې اسلامي نړۍ او مينه والو له مباركي وركولو سره وئېلي دي ?? روژې مياشت د رحمتونو او بركتونو مياشت ده٬ كومه كښې چې مونږ د لوے څښتن رضا ترلاسه كوو٬د لوے څښتن فضل او كرم دے چې مونږ له د دې مباركې مياشتې د بركتونو څخه د مستفيد كېدو موقع په لاس راغلې۔ده دا خبره ?? روژې مباركې شروع كېدو په موقع د قام په نوم په خپل پیغام كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل روژه د رحمتونو او بركتونو داسې مياشت ده چې پكښې مونږ د خپل خالق رضا لپاره د ځېنې حلالو كارونو نه هم پھ خا??و وختونو كښې ډډه كوو۔?? روژې مياشت د ځان د محاصبې مياشت ده او دا پخپل ذات د نظرثانۍ او د اصلاح مياشت ده۔ده ووئيل دا مياشت مونږ ته په خواهشونو او په نفس د قابو موندلو تربيه راكوي او د دې مياشتې د لارې پھ مسلمانانو كښې دا صلاحيت پیدا كېږي چې دوي د صبر٬نظم او ضبط ترمخه ژوند تېر كړي۔وزيراعظم ووئيل په انفرادي او اجتماعي توګه د كاميابۍ بنياد په نظم او ضبط او د سم لوري ټاكلو باندې اډانه دے٬په خپل ژوند او ټولنه كښې رښتونې بدلون راوستلو له مونږ له خپل طرز عمل د دغې ضابطه كار ترمخه جوړول پكار دي د كوم چې مونږ ته زمونږ دين ښوونه كړی ده۔ده ووئيل په انفرادي توګه چې چرته مونږ ته د نظم او ضبط قانون٬پاسداري او د ځان حساب په خپله كولو سره خپل منزل ته تلل دي هلته پھ قامي ك??ه مونږ له په خپل مينځ كښې يو والې ٬رواداري او د ګټور سوچ غوندې اعلٰی اوصاف پیدا كولو ته ضرورت دے ٬ ده ووئېل د دغسې اعلٰی اخلاقو او اقدارو پھ خپل ژوند كښې راوستلو له روژه بنيادي كردار لري ځكه مونږ له د دې مياشتې مباركې خاص اهتمام او احترام پكار دے ٬ وزيراعظم دعا وكړه چې لوے څښتن دې مونږ له د اسلام په تعليماتو د عمل او ?? روژې نيولو توفيق راكړي۔