اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي)د خارجه چارو وياند ډاكټر محمد فېصل وئېلي دي چې هند دې په پاكستان د تورونو لګولو په ځاې خپل كور سم كړي٬هند د پاكستان په بېلو برخو كښې په ترهه ګرۍ كښې كك?? دې٬ پاكستان او افغانستان د ټاكل شوي مودې دننه د افغان كډوالو زر تر زره د بېرته تګ په منصوبه كار كوي٬ افغان پلاوې به په دې لړ كښې ډېر زر د مشاورت په غرض د پاكستان دوره وكړي٬په غزني كښې د ترهه ګرۍ اوسنو پېښو كښې د ځيني پاكستاني عناصرو كك?? كېدو په اړه د افغان چارواكو تورونه بې بنسټه دې٬په پاك افغان پوله به د كاناټا تار لګولو عمل په دوه كلونو كښې بشپړ شي٬پاكستان به د كوم هم هېواد په ضد د يو اړخيزه بندېزونو مخالفت كوي۔د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلو پوښتنو په ځواب كښې وياند په هند زور راوړو چې هغه دې د هرې پېښې ذمه وار آئي اېس آئي ګرځولو په ځاې خپل كور سم كړي۔نوي ډېلې بايد د بلوغت څرګندونه كولو سره د تورونو لګولو څخه منع شي۔وياند وو??يل كه سېلاب وي يا كومه بله پیښه آئي اېس آئي ذمه وار ګرځول د هند عادت جوړ شوې۔وياند وو??يل هند پاكستان كښې د ترهه ګرۍ پېښو او په داخلي چارو كښې لاس وهنه كښې كك?? دې٬د كلبهوشن ياديو بلوچستان څخه نيول كېدل او د ده اعترافي بيانونه د دې خبرې ښكاره ثبوت دې۔ده وو??يل حقيقت دا دې چې هند مقبوضه كشمير كښې د روان زور ظلم او زياتي څخه نړيوال پام ګرځولو لپاره د پاكستان په ضد بې بنسټه تورونه لګوي۔ وياند په نوي ډېلي زور راوړو چې هغه مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميري اولس روان ظلم زور او زياتې ختم كړي او د يو اېن فيكټ فائين??نګ مشن ته مقبوضه كشمير ته د تللو اجازه وركړي۔د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل پاكستان او افغانستان يوه ټاكلې موده كښې د افغان كډوالو خپل هېواد ته د بېرته تګ په منصوبه كار كوي۔په دې لړ كښې به يو افغان پلاوې مشاورت له اسلام آباد ته ډېر زر راشي۔ وياند غزني كښې د ترهه ګرۍ پېښه كښې د ځينې پاكستاني عناصرو كك?? كېدو پھ اړه د افغان چارواكو تور رد كړې۔ په آس??رې??يا كښې په پاكستاني طالبعلم د بريد په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند وو??يل خارجه دفتر اسلام آباد كښې آس??رې??ين هائي كمشنر سره تماس نيولې او په دې پیښه آس??رې??يا ته سخت احتجاج هم شوې۔د امريكائي مرستې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل ټولې امنيتي مرستې معطل كړی شوي دي او دې سره د پاكستان پوځي چارواكو لپاره خصوصي تربيتي پروګرام انټرنېشنل ملټري ايجوكېشن ټريننګ (آئي اېن اي ټي) هم ځپلې شوې