اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) په ټول هېواد كښې د شورو په ورځ ل??ي اختر په مذهبي جوش او جذبه ولمانځل شو۔ په دې مهال د كروړونو په شمېر مسلمانانو سنت ابراهيمي ادا كړو۔ د قربانۍ په موقع د امن او امان صورتحال قابو ساتلو له سېكورټي هائي الرټ كولو سره د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اهلكارو رخصتۍ منسوخ كولو سره دوي ته په ډيوټۍ د پ??تې كېدو هدايت شوے و۔ دې سره سره د ریسکیو 1122 او صفائۍ عملې ا??لكار هم خپلو ډيوټو ته حاضر وو۔ دغسې ټولو روغتونونو كښې به اېمرجنسي سټف هم د معمول ترمخه خپله وظيفه ترسره كړه۔ په وفاقي پا??ه تخت اسلام آباد كښې د اختر د لمونځ مركزي اجتماع په فېصل جومات كښې وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو٬ سياستدانانو٬ د پ??رلمان غړو٬ د اسلامي هېوادونو سفيرانو او نامتو شخصياتو د اختر لمونځ ادا كړو۔