ډېره بګټي/اسلام آباد 14 ستمبر(اے پي پي) وزيراعظم شاهد ??اقان عباسي وئيلي دي د بلوچستان سباؤن د صوبې د اولس پھ لاسو كښې دے٬هغه وخت لرې نه دے چې بلوچستان به د هېواد تر ټولو مالداره صوبه وي٬بلوچستان كښې 455 اربه روپۍ به د سړكونو په پروژو خرڅ كولې شي٬د ټولو ضلعو هېډكوارټرو له به ګاز وركولې شي۔د وفاقي حكومت په مرسته به صوبه كښې 21 پوهنتونونه جوړولې شي٬مرور بلوچ ورونړه دې د ډنډورو په ځاې د صوبې او اولس پھ پرمختګ ګښې برخه واخلي٬محمد نواز شريف پھ دور كښې د برېښنا تاريخي پروژې پېل شوي دي٬د كومو ميوې به چې د بلوچستان اولس ته ترلاسه شي او تر ټولو قيمتي وسيله اوبه دي كومې چې په تېر وخت كښې نظرانداز كړی شوي دي٬د اوبو چارو كتلو لپاره جلا وزارت جوړ كړی شوې٬د سپريم كورټ د 28 جولائي پريكړې سره اتفاق نه لرو خو د هغې احترام كوو۔ډېره بګټي به په راروان ټول ټاكنو كښې د مسلم ليګ(ن)مركز وګرځي٬د ډېره بګټي اولس سره لوظ كوو چې د هغوي مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ډېره بګټي كښې د كچي كنال پروژې پرانستې نه پس غونډې ته په خپل خطاب كښې وكړه۔په دې موقع وفاقي وزيران احسن اقبال٬عبدالقادر بلوچ٬سيد جاوېد علي شاه٬جام كمال٬دوستين خان ډومكي٬د بلوچستان اعلٰی وزير ثناﺀ الله زهري او د بلوچستان صوبائي وزيران او چارواكي هم موجود وو۔وزيراعظم شاهد ??اقان عباسي وو??يل حق خو دا وو چې نن دلته محمد نواز شريف موجود وې ځكه چې دا د هغه پروژه ده٬په 1998 كښې هغه د دې بنياد اېښودې ؤ او نن په 2017 كښې د دې پرانسته وشوه۔ډېرو خلقو به دا وئېل چې دا څنګه پروژه ده چې په يو ايكړ وفاقي حكومت11 لكه روپۍ خرڅ كوي خو دا معمولي منصوبه نه ده په دې 80 اربه روپۍ خرڅ شوي دي۔ده وو??يل پروژه پھ 2002 كښې پېل شوې وه وه خو دې ته پام لرنه نه ده شوې٬په دې مهال د آمر حكومت هم تېر شوې دغسې د پيپلز ګوند حكومت هم راغلې خو چا هم دې پروژې ته پام لرنه نه د?? كړې٬ ده وو??ېل محمد نواز شريف دا پروژه مخ په وړاندې بوتللې او د دې لپاره يې فنډ وركړی نن پروژه ستاسو په وړاندې ده٬دې پروژې سره به د ډېره بكټي داولس تقدير بدل شي۔ده وو??يل ډېر حكومتونه راغلي او هغوي يوازې خبرې كړي او ستاسو څخه يې ووټ ترلاس?? كړی٬د مسلم ليګ(ن)حكومت خبرې نه كار كوي٬د اولس مسئلې حل كوي٬نن د بلوچستان سباؤن د صوبې د اولس په لاسو كښې دے٬دا پروژه د دوو صوبو ترمينځه دمينې عكاسي ده۔ د ډېره بكټي او سوئي لپاره د څښلو اوبو او ګاز مسئلو په اړه وزيراعظم وو??يل دا ستاسو نه زمونږ مسئله ده٬دا به په مستقل توګه حل كولې شي۔ده وو??يل دا په تاسو احسان نه دے زمونږ فرض دي او هغه ترسره كوو او زه دا وئېلو سره باور لرم چې هغه وخت لرې نه دے چې بلوچستان به د پاكستان تر ټولو مالداره صوبه جوړه شي دا يوازې د وئېلو خبره نه ده حقائق ستاسو په وړاندې دي٬وزيراعظم وو??يل كه تاسو د ووټ پريكړه سم?? كړی ده نو د هغې ميوې به هم تاسو ته ترلاسه كېږي۔ده وو??يل د 200 اربه روپو څخه زياتې د اوبو پروژې به په بلوچستان كښې پیل كولې شي دغسې 25 اربه روپۍ به د برېښنا پروژوخرڅ كولې شي۔ده وو??يل دا هغه پروژې دي كومې چې په موقع په نظر راځي٬ ده وو??ېل 455 ارب روپۍ به د بلوچستان د سړكونو په پروژو خرڅ كولې شي۔د بلوچستان ټولو ضلعي هېډكوارټرو له به ګاز وركولې شي او په دې به 15 اربه روپۍ لګښت راځي٬ دا كار پھ موقع پیل شوې٬په بلوچستان كښې به د وفاقي حكومت په مرسته 21 پوهنتونونه جوړولې شي۔شاهد ??اقان عباسي وو??يل ګوادر يوازنۍ ذريعه ده چې ورسره به بلوچستان د پاكستان ترټولو مالداره صوبه جوړه شي او زه نن هغه مرور ورونړو ته خواست كوم چې بې ځايه ډنډورو په ځاې د صوبې د اولس تعمير او پرمختګ كښې برخه واخلي۔ده وو??يل تېرو څلورو كلونو كښې نواز شريف د موټروے جال خپور كړی٬د هېواد تاريخ كښې د 70 كلونو په مهال د برېښنا دومره پروژې نه دي پیل شوې لكه چې څومره پھ دې مهال پېل شوي۔ده وو??يل د اوبو پشان مهم څيز د څو لسيزو راهسې نظرانداز كړی شوې٬نن په بهاشا بند كار روان دے كوم به چې ټول پاكستان له اوبه وركوي۔د مومند بند سره به د خېبرپښتونخوا تقدير بدل شي۔وزيراعظم وو??يل د او جي ډي سي د اړخه ډېره بګټي كښې د لس كروړه روپو لګښت سره د 50 كټونو روغتون جوړولې شي د دې نه ځانله د بېلو كالجونو زده كوونكو له به سكالرشپ وركولې شي دغسې د 11 كروړه روپو لګښت سره به يو رېسكيو سنټر هم جوړولې شي۔ده وو??يل سپريم كورټ په 28 جولائي يوه پريكړ?? كړی مونږ د دغې پريكړی سره اتفاق نه كوو خو احترام يې كوو۔نواز شريف د پريكړی نه پس د وزيراعظم چوكۍ پرېښودو سره په څلورو ورځو كښې بيا حكومت جوړ كړو٬په دې مهال پھ هېواد كښې ډنډوره شوې وه ۔ده وو??يل راروان كال جون نه پس چې كله حكومت خپله موده پور?? كړي او تاسو له به پريكړه كول وي چې د پرمختګ ملګرتيا كوۍ يا د ډنډورو٬د ټولو ګوندونو كاركردګي ستاسو په وړاندې ده۔وزيراعظم وو??يل مونږ ستاسو سره لوظ كوو چې ټولې اولسي مسئلې به حل كولې شي٬هېواد كښې جمهوريت ته وده ترلاسه شوې او دا عمل به مخ په وړاندې بوتلې شي۔د دې نه وړاندې د واپډا چيئرمېن لېفټيننټ جنرال(ر)مزمل حسېن وزيراعظم ته د كچي كنال منصوبې په اړه بريفنګ وركړو