اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د آرټسټس وېلفيئر فنډ څخه هنرمندانو له د مالي مرستې منظوري وركړې۔ د ګل په ورځ د آرټسټس وېلفيئر فنډ غونډه د اولس مشر په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د خزانې وزارت ٬ كابينه ډويژن٬ د اطلاعاتو سېكتر٬ د صحت وزا??ت سېكتر او د كمېټۍ نورو غړو ګډون وكړو۔ غونډه كښې مالي مرستې لپاره د وصول شويو درخواستونو جاج اخستو سره د ضرورت مند هنرمندانو د مالي مرستې منظوري وركړې شوه۔ په دې موقع اولس مشر امر وكړو چې د وزیراعظ?? د ??امي صحت پروګرام ل?? مخې د رنځوره هنرمندانو د درملنې دې خاص اهتمام وكړې شي٬ په دې لړ كښې اولس مشر د صحت وزارت ته ا??ر وكړو چې ھغوي دې د صورتحال جاج اخستو سره په سمدستي توګه ا??دامات وكړي۔ اولس مشر سنسر كمېټۍ ته ا??ر وكړو چې هېواد كښې دې د كوم داسې غېر ملكي فلم نمائش اجازه ورنه كړې شي چې پكښې د پاكستان په ضد پراپېګنډه شوې وي۔ په دې موقع د آرټسټ وېلفيئر فنډ د سټېئرنګ كمټېټۍ غړو عطاء الحق قاسمي، اصغر ندیم سیّد، عارف حبیب، مصطفیٍ قرېشي، نجیب ??للہ انجم، شاهد شفیق، قوي خان، سلمان علوي، زېبا محمد علي او نورو اعلیٰ چارواكو هم ګډون وكړو