اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د پرمخ??ګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي ??ه پاكستان كښې كېدونكې د مرستې اوومې شريكې كمېټې غونډه د پاكستان او چين اقتصادي لارې لپاره ډېره مهمه ده٬ د پاكستان او چين ترمېنځه د اوږدې مودې پروژه ب?? دوه اړخيزه اقتصادي مرسته لا زياته كړي٬ د پاكستان اولس د چينائي حكومت او چينائي اولس ??خو?? پاكستان لپاره د خېرسګالې جذبې او مرستې ته د قدر په سترګه ګوري٬ د اقتصادي لارې ابتدائي پروژې ترسره كېدونكې دي ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د مرستې اوومې شريكې كمېټې غونډې ته د خپلې وېنا په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل د شريكې كمېټې غونډه ځكه ډېر تاريخي اهميت لري چې په دې كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصدي مرستې اوږدې پروژې ته حتمي شكل وركولو سره منظورې لپاره وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت د پرمختګ په عمل كښې ټول ځا?? سره د روانولو ??ه پالېسې عمل كوي٬ د اقتصادي لارې اوسنې انتظامي اډانې او د مرستې پراخه كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل د اقتصادي لارې په فرېم ورك كښې د انفراسټركچر او توان سره سره د سماجي٬ تعليم او روغتيا څانګې هم شاملولې شي۔ ده ووئيل د ګوادر پروژې د هغه ځائ اولس او د هېواد پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي۔ ده ووئيل د توان زياتره پروژې ترسره كېدونكې دي۔