اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې قائدا??ظم محمد علي جناح ټول عمر د كوټلو دلائيلو او جمهوري اصولو په بنياد د هند د مسلمانانو د مذهبي٬ سماجي او اقتصادي حقونو او د تشخص مقدمه ترسره كړې٬ راځئ چې د قائد د افكارو او خيالاتو په رڼا كښې يو قوي او پرمختللي پاكستان لپاره هڅې وكړو٬ د تېر وخت د كوتاهې نه سبق زده كولو سره به مونږ ته دې منزل ته د رسېدو هڅې كول وي۔ ده دا خبرې د قائدا??ظم محمد علي جناح د ولادت ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړې۔ وزيرا??ظم ووئيل چې قائدا??ظم د هند مسلمانان د مسلم ليګ په يو پ??ېټ فارم راټول كړل او د يو داسې رياست تشكيل ئې ممكن كړو چرته چې د كوم فرق نه بغېر ټول وګړي يو ډول موقعې او حقوق ولري۔ دې نوي رياست لپاره قائد د اتحاد٬ ايمان او تنظيم اصول هم وټاكل۔ وزيرا??ظم ووئيل چې بايد نن مونږ د دې خبرې جاج واخلو چې مونږ د خپل قائد د اصولو او مقاصدو په وده كښې څومره كامياب شوي يو۔ وزيرا??ظم ووئيل چې د تېر وخت د كوتاهې نه سبق زده كولو سره به مونږ ته دې منزل ته د رسېدو هڅې كول وي۔ ده ووئيل چې راځئ چې د قائد د افكارو او خيالاتو په رڼا كښې يو قوي او پرمختللي پاكستان لپاره هڅې وكړو۔