اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكتر محمد فېصل وئېلي دي پاكستان د منطقې هغه يوازنې هېواد دے كوم چې د ترهه ګرۍ په ضد كامياب جنګ وكړو او خپله خاوره يې د ترهه ګرو څخه په مكمله توګه پاكه كړه٬هند په مقبوضه كشمير كښې د ظملونو انتها كړې٬په مهذبه ټولنو كښې د دې ډول ظلمونو هېڅ تصور نشته٬بايد نړيواله ټولنه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو او د ظلمونو نوټس واخلي٬د افغان اولس مشر ا??رف غني د امن وژن هركلي كوو٬په افغا??ست??ن كښې د داعش زيات شوي فعاليتونه د پاكستان پشمول د منطقې ټولو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ دي٬په افغا??ست??ن كښې امن او استحكام د پاكستان او امريكې شريك مقصد دې۔د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالا??و د پوښتنو په ځواب كښې د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان هند سره ټولې معاملې د خبرو د لارې حل كولو ته چمتو دے۔وياند ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه بې شمېره مسئلې شته او د مذاكراتو عمل ځنډ سره مخ دے۔د دواړو هېوادون?? ترمينځه د انساني همدردۍ له مخې په زندانونو كښې بند د 70??لو??و نه زياتو او د پاكستان په تجويز د 60 كالو د عمر نه زيات او د اتلس ??لو??و د كم عمره بنديا??و د تبادلې تجويزونه د خېرسګالۍ د جزبې يوه ھڅه ده كه دا كاميابه شي نو بيا مونږ د مذاكراتو په پلو پرمختګ كولې شو۔وياند ووئيل پاكستان ټولې مسئلې د خبرو د لارې حل كولو ته تيار دے خو هند كله هم د پاكستان د وړاندېز مثبت ځواب نه دې وركړې۔وياند ووئيل د بنديوانو تبادلې سره به د دواړو هېوادون?? ترمينځه كړكېچ كم شي۔وياند ووئيل پاكستان د مارچ په 26مه او 27مه نېټه په تاشقند كښې د افغا??ست??ن په اړه د كېدونكي نړيوال كنفرنس هركلې كوي۔وياند ووئيل پاكستان د افغا??ست??ن تر ټولو لويه درآمدي منډي ده۔افغان سوداګرو ته آسانې وركول د پاكستان ترجيح ده۔ده ووئيل پاكستان د تجارت اضافې لپاره افغا??ست??ن سره كراسنګ پوائنټونه زيات كړي۔تېر كال د خرلاچۍ او سږ كال د غلام خان كراسنګ پوائنټ پرانستل شوې۔دې سره به د دواړو هېوادون?? ترمينځه تجارت لا زيات شي۔