اسلام آباد ۔17 مارچ (اے پی پی)لائشیا څخه د پاكستان په دوره راغلې د سكھ ياتريانو 22 كسيزه ډله د 5 ورځې دورې څخه وروستو د جمعې ړه ورځ د واهګه بارډر د لارې هېواد ته روانه ش??ه۔ د متروکه وقف املاک بورډ چارواكو اے پي پي ته ووئيل چې د ګرميت سنګ په مشرۍ كښې لائشیا څخه راغلې د سكھ ياتريانو 22 كسيزه پلاوي د خپلې دورې په مهال د سکھ مذهب مؤسس بابا ګورو نانک جنم استھان په ش??ول بېلو ښارونو كښې د جوړې كړې شوي?? ګورودوارو ياترا وكړه۔ د وفاقی حکومت په هدايت د سکھ یاتریانو اسانۍ لپاره ددوئي د خوراك څښاك ٬ ټرانسپورټېشن او امنيت خاص انتظامات وكړې شول۔ د یاترا په اولني پړاؤ كښې پلاوې لاهور څخه حسن ابدال ته راورسولې شو چرته چې د متروك وقف املاك بورډ چارواكو سكھ ياتريانو ته تود هركلې ووې۔ پلاوي د ګل شپه ګورودوارہ پنجه صاحب كښې تېره كړه۔ د نهې په ورځ دا پلاوې د ننکانه صاحب ج??م استھان ا?? ګورودوارہ درشن یاترا لپاره روان شو۔ دغلته دا پلاوې دوه ش??ې ايسار شو۔ په پنځمه ورځ دا پلاوې لاهور كښې د مېن ګوردوارې ډېره صاحب او راجه رنجيت سنګ سماده ياترا كولو څخه وروستو د واهګه بارډر د لارې د امرتسر په لاره لائشيا ته روان شو۔ اړوند چارواكو ووئيل چې پاكستان كښې ژوند كوؤنكو اقليتونو ته بشپړه مذهبي آزادي او د پاكستان آئين ترمخه دوئي ته ټول حقونه د كوم فرق څخه غېر وركولې شي۔ او د غېر مسلمو مذهبي اخترونو لمانځلو په موقع خاص انتظامات كولې شي۔ متروکه وقف املاک بورډ بېساکھی مېلې او خالصه جنم ورځ كښې ګډون كولو له د هند په ش??ول د نورو هېوادونو څخه د راتلونكو سكھ ياتريانو اسانيو له وړاندې څخه انتظامات كړي دي كومه بھ چې راروانه مياشت اپرېل كښې كېږي