اسلام آباد 04 اپریل (اے پی پی) د قامي سلامتيا صلاحكار جنرل(ر)ناصر جنجوعه وئېلي دي ??اك??تان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بې شمېره قربانۍ وركولو سره كاميابي ترلاسه كړی٬په ??اك??تان د دوه مخيزتوب تور لګولو په ځاې نړيوالې ورورولۍ له د هغوي د قربانو اعتراف كول پكار دي٬??اك??تان٬ د افغانستان د سالميت او سيمه ايزې خپلواكۍ احت??ام كول پكار دي٬ د سوويت يونين خاتمې نه وروستو امريكې او نړيوالې ادارې د وروستو حالاتو مخ نيوي لپاره مونږ يوازې پرېښودي وو ٬ مونږ د فاټا پشمول هر ځاې كښې مقابله كړې٬ په پاك افغان پوله تر ټولو پورته ځاې 24 زره فټه دے۔د نړۍ په دې سخته سيمه كښې نړيواله ورورولي دې راشي او جګړه دې وكړي۔هغوي د شورو په ورځ د نېكټا د سيوري لاندې د ترهه ګرۍ مخ نيوي كنفرنس ته خطاب كولو۔لېفټيننټ جنرل(ر)ناصر خان جنجوعه ووئېل امريكا په مونږ د طالبانو د ملاتړ او طالبان په مونږ د امريكې د ملاتړ تور لګوي۔ده د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل كه چرې ??اك??تان د امريكې اتحادي نه جوړیدو نو نن به افغانستان آزاد وې ؟۔كه چرې سوويت يونين قائم ؤ نو د برلن ديوال به غورځېدلې ؤ ٬آيا نن به 14 هېوادونه آزادي ترلاسه كړی وه يا امريكا به د سوويت يونين په موجودګۍ كښې سپر پاور جوړ شوې ؤ ۔۔ده ووئيل مونږ په پاك افغان پوله عسكر تعينات كړي٬د ??اك??تان او افغانستان ترمينځه 2611 كلوميټره اوږده پوله لرو كومه چې په دشوار ګزار سيمو مشتمله ده٬ ده ووئېل د نړۍ په دې دشوار ترينه سيمه كښې دې نړيواله ورورولي راشي او جګړه دې وكړي۔ده ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چې ??اك??تان په اخلاقي توګه په اعلې درجه فائز دے٬ د ترهه ګرو ??اك??تان سره هېڅ تعلق نشته٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د ??اك??تان په زرګونو وګړو٬افسران او ځوانان شهيدان شوي٬ ده ووئېل د بې پناه قربانيو باوجود پھ مونږ د دوه مخيزې تور لګولې شي ٬ د اے اېن پي افراسياب خټك ووئيل0 د تېرو لسو كلونو په مهال د ترهه ګرۍ پھ زرګونو پیښې شوي٬ د اے اېن پي پھ مشرتابه او پھ ما هم ځانمرګي بريدونه شوي خو د نن ??اك??تان د وړاندې څخه زيات محفوظ او مستحكم دې٬ پھ دې كښې حكومت٬وسله وال ځواكونه٬قانون نافذ كونكو ادارو٬امنيتي ځواكونو هڅې شاملې دي۔ده ووئيل په تېر حكومت كښې چې كله د اے اېن پي په صوبه كښې اتحادي حكومت ؤ نو پھ سوات كښې د ترهه ګرو په ضد كامياب عمليات وشو او په سوات كښې هم د ??اك??تان بېرغ هس?? كړے شو ۔ده ووئيل د پرائيوېټ جهاد كوم حقيقت نه وې٬ رياست د جهاد اعلان كولې شي۔