اسلام آباد ۔ 08 نومبر (اے پی پی) احتساب عدالت د لندن فلیټس ٬ العزیزیه سټیل ملز او فلېګ شپ انوسټمنټ رېفرن??ز يو ځا??ې كولو په اړه د پخواني وزيراعظم نواز شريف درخواستونه رد كړې دي ۔ د اورېدنې په مهال پخوانې وزيراعظم محمد نواز شریف ، د هغه لور مریم صفدر او کېپټن(ر) محمد صفدر هم عدالت ته وړاندې شول۔ د شورؤ په ورځ په دواړو خواستونو محفوظ كړې پرېكړه اورولو سره د احتساب عدالت جج محمد بشير حكم وكړو چې په درېو واړو رېفرنسز كښې جلا جلا فرد جرم په ځا??ې ساتلې شوې۔ فاضل جج پخوانې وزيراعظم روسټرم ته راوغوښتو او په هغه ئې فرد جرم ولګولو۔ محمد نواز شریف د جرم د صح?? څخه انكار كولو سره چارج شي?? لاس ليك كړو۔ روسټرم كښې پخواني وزيراعظم ووئيل زما نه سياسي انتقام اخستې شي ۔ د سپېځلي ټرائيل حق له مينځه وړلې شوې۔ رېفرنسز په بدنيتۍ اډانه دي۔ 6 مياشتې وخت كم دے۔ په 6 مياشتو كښې د څلو??و رېفرنسز پرېكړه كول دي نو بيا دې يوه نيمه مياشت د يو رېفرنس لپاره وټاكلې شي۔ فاضل جج ريماركس وركولو سره ووئيل د څلورو واړو رېفرنسز پرېكړه به په 6 مياشتو كښې كولې شي۔ دغسې عدالت٬ د رېفرنس نوره اورېدنه تر 15 نومبر وځنډولې وه۔