اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي﴾ د كورنيو چارو وزير احسن اقبال د پاكستان او امريكې ترمينځه منصوبه بندۍ سره د خبرو اترو په حاجت ز??ر راوړلو سره وئېلي دي چې بايد د پاكستان او امريكې اړيكې په شريك باور او احترام اډانه وي٬د فشار چالونه كارولو سره څه هم نه شي ترلاسه كېدې بايد دواړه ه??وا??ونه د سلامتيا په اړه د يو بل جائز تحفظات معلوم كړي٬ترهه ګرۍ ته ماتې وركولو او افغانستان كښې د استحكام شريك اهداف ترلاسه كولو له يو بل سره مرسته پكار ده۔ ده د امريكې خپلې دورې په مهال په سپينه ماڼۍ كښې د دستورې پھ موقع د پاكستان مېډ??ا سره خبرې اترې كولې۔ په دستوره كښې د نورو نه ځانله د امريكا اولس مشر ډونلډ ټرمپ هم ګډون كولو۔ د كورنيو چارو وزير پھ دې موقع د امريكائي كانګرېس غړو٬خبريالانو او امريكا كښې مېشته د پاكستاني كميونټۍ لارښودو سره ملاقاتونه وكړل او هغوي يې د پاك امريكا اړيكو او د پاكستان د معيشت اوسني صورتحال څخه خبر كړل۔ ده ووئيل د پاكستان او امريكې مرسته يو اوږد تاريخ لري او دې سره دواړو ه??وا??ونو ته ګټھ شوے۔ پاكستان د امريكې سره په شريك احترام او باور اډاڼه اړيكو خوښي لري۔ په دې معامله ښكاره خبرو اترو ته اړتيا ده۔ دواړه ه??وا??ونه يو بل لپاره ضروري دي۔ ده ووئيل د فشار چالونه كارولو سره څه هم ترلاسه كېدې نه شي۔ ده ووئيل امريكا په نړيواله كچه په افغانستان كښې تر ټولو سټېك هولډر وو دغسې پاكستان كښې امن او سلامتيا افغانستان كښې استحكام سره تړلې ده۔ پاكستان كښې امن له په افغانستان كښې امن ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاكستان ته د امريكائي مرستې حاجت نشته خو د پاكستان پرمختيائي ايجنډا او د بشري وسائلو پرمختګ كښې امريكا مهم مقام لري۔ ده په ډاګه كړه چې په 2013 كښې مسلم ليګ(ن)اقتدار سنبهالولو نه پس په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ پیښې كم?? شوي دي٬مونږ په خپل محدود وسائلو په ترهه ګرۍ قابو موندلې٬ده په دې موقع د پاكستان سيمه ايزې سلامتيا احترام په حاجت هم ز??ر راوړو۔ده ووئيل بايد كومې هم اطلاع ترلاسه كېدو په صورت كښې امريكا پاكستان خبر كړي٬د پاكستان حكومت به په هغې كاوائي كوي۔دواړو ه??وا??ونو له په ګډه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ته اړتيا ده۔ده ووئيل پاكستان د خ??لې دفاع بشپړه صلاحيت لري او څوك هم دې ته زيان نه شي رسولې٬سوئېلي آسيا كښې امن د سيمې د ټولو ه??وا??ونو په ګټھ دې۔