اسلام آباد 12 فروری (اے پي پي﴾اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د اسلامي نړۍ رښتينې پرمختګ باوري كولو لپاره لائق او ذيركو سياستمداروته اړتيا ده٬په دې لړ كښې كامسټيك د قدر وړ كردار ترسره كوي۔ده دا خبرې د او آئي سي د سائنس او ټېكنالوجۍ قائمه كمېټۍ (كامسټېك)??ون??ې ته د وېنا كولو په مهال وكړې كومه چې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د اولس مشر په مشرۍ كښې وشوه۔په دې موقع د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د كامسټېك كوآرډينېټر جنرل ډاكټر شوكت حميد ??ون??ې ته په آستانه كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ په اړه د او آئي سي د مشرانو ??ون??ه كښې د شوو پريكړو په اړه بريفنګ هم وركړو۔اولس مشر ووئيل د اسلامي نړۍ او د پاكستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د سائنس او ټېكنالوجۍ پرمختګ ډېر ضروري دے۔په دې خوشحاله يم چې د اسلامي مرستې تنظيم د سائنس او ټېكنالوجۍ قائمه كمېټي په دې لړ كښې غوره كردار ترسره كوي۔ ده ووئېل هيله ده چې د كامسټ??ك سره تړلې هيلې به ډېرې زر پوره شي۔په ??ون??ه كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن نه علاوه د سائنس او ټېكنالوجۍ سېكترې مېر??ن ياسمين محمود٬د كامسټېك صلاحكار ډاكټر قاسم جان او كارپورهه ډاكټر خورشيد حسنېن هم ګډون وكړو