سانګله هل/ لاهور ۔18 مارچ(اے پی پی ) پخواني وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي د سېنېټ الېكشن تماشه ټو??و وكتله٬ زرداري او عمران د پاكستان سياست س??ه مخلص نه دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده سانګله هل كښې اولسي غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د سېنېټ ټاكنو كښې پي ټي آئي د پيپلز ګوند كانديد سليم مانډوي والا ته د دوهم چيئرمېن لپاره ووټ وركړو دا پوښتنه دې عمران خان څخه وكړې شي۔ ده ووئيل زرداري او عمران د پاكستان سياست س??ه مخلص نه دي دا د يوې سكې دو?? اړخونه دي۔ ده ووئيل زما په ضد د كرپشن كوم كېس راغلې نه دې۔ زه په دې ويستلې شوې يم چې ما برخوردار څخه تنخا اخس??ې نه ده۔ ده ووئيل مونږ كار كوؤنكي يو۔ هېواد څخه مو تيارې ختمې كړې٬ ترهګري مو ختمه كړه٬ د نوې پاكستان ادعا كوؤنكو څه كړي دي۔ ده ووئيل د هېواد نورو سيمو په ډول سانګله هل ??ه به هم پوهنتون او موټروے وركولې شي