اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په سوشل ميډيا په منظمه توګه د ن??سمو خبرونو او ا??لاميې خپرولو نوټس اخستو سره وئيلي دي چې د سوشل ميډيا آزادي متاثره كولو نه غېر د جعلي خبرونو په ضد سخ?? اقدامات كولو ته اړتيا ده۔ د ګل په ورځ وفاقي وزير د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړې مليكه بخاري ټوېټ هم ټېګ كړې كوم كښې چې مليكه بخاري د بينظير انكم سپورټ پروګرام د مشرې په حېث ټاكنه رد كړې۔ په خپل ټوېټ كښې و??اقي وزير چوهدری فواد حسېن ووئيل په سوشل ميډيا په منظمه توګه ناسم خبرونه او ا??لاميې خپرولې كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل دا لړۍ د ميډيا ډنر عكس څخه پېل شوې او اوس دا ډول فضوليات روان دي۔ بلخوا مليكه بخاري په خپل ټوېټ كښې ووئيل چې زه په سپينو ټكو دا خبره په رېكارډ راوستل غواړم چې زه د بي آئي اېس پي مشره نه يم ټاكلې شوې او د زلفي بخاري رشته داره هم نه يم۔ مليكه بخاري د دې هيلې څرګندونه وكړه چې په دې لړ كښې به اوس بحث ختم شي