اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) د اسټېبلشمنټ لپاره د و??ير??عظم صلاحكار محمد شهزاد ارباب او د احتساب لپاره د و??ير??عظم خاص مرستيال مرزا شهزاد اكبر په مشرۍ كښې غونډه شوې ۔ چې پكښې د و??ير??عظم وژن له مخې د بدعنوانۍ مخنيوي كمپائن پېل كولو په لړ كښې دې غونډه كښې نيغ په نيغه ?? اولس خذمت كوونكو ادارو٬د محكمو او وزارتونو مشرانو ګډون كولو۔د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې د غونډې په مهال محمد شهزاد ارباب د سركاري ادارو څخه د كرپشن لعنت خاتمې لپاره په سمدستي توګه ګامونو پورته كولو ??ه د عزم پخلې وكړو۔ده د وزارتونو او محكمو مشرانو ته سپارښټنه وكړه چې هغوي د خپلو خپلو اړوندو وزارتونو او محكمو څخه بدعنوانه او كرپټ عناصر په سمدستي توګه لرې كړي۔ده بېلو محكمو استازو ته ووئيل چې هغوي كوټلې مېكنزم جوړ كړي دغسې چې د بدعنوانه اهلكارو په ضد ?? اولسي ګيلو ازاله وكړې شي۔محمد شهزاد ارباب غونډه كښې ګډون كوونكو ته ووئيل حكومت په پاكستان كښې د انتباهي قوانين معارفي كولو پرېكړه كوي۔مرزا شهزاد اكبر استازو ته ووئيل چې هغوي په خپلو خپلو محكمو كښې په بدعنوانو قابو موندلو ??ه د اوږدې او لنډې مودې منصوبې وړاندې كړي۔