اسلام آباد ۔20 اکتوبر(اے پی پی)پاکستان ميډيا رېګولېټري اتھارټي (پېمرا) د مسلم ليګ (ن) پخواني سناتور نهال هاشمي د رياستي ادارو په ضد د متنازعه تقرير نوټس اخستو سره د متنازعه تقرير په خپرولو پي ټي وي چېنلز څخه ځواب ??وښتلې دې۔ د خالي په ورځ د جاري كړې شوي بيان ترمخه پېمرا ټي وي چېنلز څخه پوښتنه وكړه چې دوئي د نهال هاشمي د ادارو په ضد كړې تقرير ولې خپور كړو۔ چېنلز دې ووائي چې د متنازعه تقرير په چلولو ددوئي په ضد كارروائۍ ولې ونكړې شي۔ وياند ووئيل په غېر تسلي بخش ځواب ?? ټي وي چېنلز خپرونې معطل كولې يا په دې جرمانه لګېدې شي۔ وياند ووئيل نهال هاشمي يو وارې بيا د رياستي ادارو په ضد سخت بيان وركړې۔ ده ووئيل متنازعه بيان وركول د نهال هاشمي روايت جوړ شوے دے