نوښار 03 نومبر(اے پي پي)د دفاع وزير پروېز خټك په مولانا ??ميع الحق د قاتلانه بريد سخته غندنه ك??ې او وئيلې يې دي چې دا مونږ ټولو لپاره يوه لويه پېښھ ده۔د دې قتل چې څومره غندنه وشي كمه ده٬مونږ د يو قابل استاد٬جيد عا??م او د مدبر سياستمدار څخه محروم شوي يو۔ده دا خبرې د مولانا ??ميع الحق زوي مولانا ??امد الحق سره د غمرازۍ په موقع په خبرو كښې وكړې۔پروېز خټك ووئيل چې د مولانا ??ميع الحق پشان شخصيات د پېړو نه پس پېدا كېږي٬د ده وفات ټول قام او امت لپاره لويه پیښه ده۔مولانا ??ميع الحق نه يوازې يو عا??م دين بلكې يو بهترين انسان هم وو۔پاكستان او اسلام لپاره به د ده خذمات تل ياد ساتلې شي۔مولانا ??ميع الحق په منطقه كښې امن لپاره بشپړه كردار ترسره كولو۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي