اسلام ??باد ۔ 28 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت پاکستان كښې د لوبو معيار ښه كولو لپاره سنجيده منصوبې لرې٬ د پاكستان لوبغاړو له به په نړيواله كچه لوړ مقام ??رلاسه كولو له كوټلې پاليسي جوړوو۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د قامي اسمبلۍ غړي ملك عامر ډوګر سره كړې چا چې دوي سره د ش??رو په ورځ ملاقات كړې۔ عامر ډوګر وزيراعظم ته و??ئيل د پاكستان فټ بال فېډرېشن په ټاكنو كښې زه صدارتي كانديد يم۔ وزیراعظم په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه و??ړه جې د فټ بال حقيقي جذبه لرونكي د دې چېلنج قبولو پرېكړه كړې۔ وزیراعظم ملك عامر ډوګر لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره باور وركړو چې حکومت پاکستان كښې د لوبو معيار ښه كولو لپاره سنجيده منصوبې لرې٬ د پاكستان لوبغاړو له په نړيواله كچه لوړ مقام ??رلاسه كولو لپاره كوټلې پاليسي جوړوو٬ نوې سپورټس پاليسي به زمونږ د لوبغاړو٬ كوچز او آفيشلز محفوظ سباٶن باوري كوي۔ په دې موقع د ملك عامر ډوګر په خواست وزیراعظم د فټ بال لوبغاړو ٬ كوچز ٬ رېفري او د آفيشلز پلاوي سره ملاقات كولو له خوښي ښكاره كړه دغسې چې پاكستان كښې د فټ بال ودې لپاره دوي د ابتدائي معلوماتو نه خبر كړي ۔ ملك عامر ډوګر د وزیراعظم لخوا د لوبو بهترۍ كښې په خوښۍ لرلو د دوي مننه و??ړه او وزيراعظم ته ئې باور وركړو چې كه زه د فېډرېشن صدر منتخب شوم نو د لوبو ودې لپاره به په حقيقي پېشه وره دول كردار ترسره كړم۔ د ملك عامر ډوګر په خواست وزیراعظم د فیفا او اے اېف سي صدر??نو ته د پاكستان دورې بلنه وركولو او دوي سره د ملاقات كولو لپاره خوښي څرګنده كړه۔ وزیراعظم څوك چې خپله هم يو عظيم لوبغاړې پاتې شوے دا محسوسوي چې په دې كچه خبرو اترو سره به د فټ بال لوبه وده و??ړي او د ورلډ ګورننګ باډيز او پاكستان فټ بال فېډرېشن ترمېنځه به موثره اړيكې رامخې ته شي