اسلام آباد 05 دسمبر (اے پ?? پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د ترهګرۍ په ضد د اقداماتو لړ كښې كېدونكي كنفرنس كښې ګډون لپاره (نن) د زيارت په ورځ د ايران پايه تخت تهران ته ځي۔ د ايران سركاري خبر رسنې ادارې له مخې د ترهګرۍ په ضد د اقداماتو پحقله وړومبې كنفرنس تېر كال په اسلام آباد كښې شوې ٶ ٬ په تهران كښې دا دوېم كنفرنس دے چې پكښې به د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د پارلم??ني پلاوي مشري كوي٬ کنفرنس كښې د 6 هېوادونو پارلم??ني پلاوي ګډون كوي٬ د كنفرنس مشري به د پاكستان لخوا ايران ته سپارلې شي۔ کنفرنس كښې د ایران، پاکستان، روس، چین، افغانستان او د ترکیې پارلم??ني غړي ګډون كوي۔ د کنفرنس مقصد د ترهګرۍ په ضد د اقداماتو پحقله د منطقې هېوادونو ترمېنځه همكاري كوټلې جوړول دي۔ کنفرنس كولو سره به د منطقې هېوادونو ترمېنځه سيمه ايزې مرستې ته پراختيا ترلاسه شي