پ??ښو?? 22دسمبر (اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشیداحمد وئيلي دي چې پ??ښو?? نه تر کراچۍ رحمان بابا تند رفتاره ایکسپریس ټر??ن پرانسته تاریخی حیث??ت لري د كوم كرايه به چې تر ټولو كمه وي او دا به پھ لپ وخت كښې كراچۍ ته رسي ، راروان كال به 20 نوې ټرينونه پيل كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي پھ ورځ پ??ښو?? كينټ ريلوے سټېشن كښې خبرې کنفرنس ته پ?? خپل خطاب کښې وكړه۔ د ريلوے وزیر ووئيل ما ته پوښتانه تر ټولو عزيز دي د هغوي لپاره زيرې دې چې سبا مونږ د يو تاریخی ټر??ن پرانسته كوو، د پوښتنو صوفی شاعر رحمان بابا په نامه د ټر??ن سروس پيل كوو، د رحمان بابا ټر??ن روټ جلا ساتلې شوې چې ورسره به اولس مستفید شي۔ ده ووئيل د رحمان بابا ټر??ن کرایه 1350 روپۍ ده كومه چې د نورو ټرينونو په نسبت تر ټولو كمه كرايه ده۔ ده ووئيل د دې سروس پيل كولو كريډټ ټول سټاف ته ترلاسه دې۔ ده ووئيل رحمان بابا د امن پیامبر ؤ ، پوښتنو تر ټولو زياتې قربانۍ وركړې، د پ??ښو?? نه تر كراچۍ نوې ټريك لپاره به په راروان كال كښې لوظنامه كولې شي۔ د ريلوے وزير ووئيل وفاقی حکومت ځوانانو له د روزګار نوې موقعې وركولو له اقدامات كوي، د م??یشت پرمختګ كښې ځوانان مهم كردار لري۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب ده ووئيل د پاکستان تر ټولو زيات باخبرسیاستمدار يم كومه هم پیشن ګوئی چې ما كړې هغه غلط نه ده ثابت شوې۔اده ووئيل دلته يواځې غریب له سزا وركړې كېږي۔ ده ووئيل د ریمانډ په مهال پروډکشن آرډر کوم مثال نه ترلاسه كېږي۔