اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان کراچۍ كښې د وفاقي حكومت د پرمختيائي منصوبو په پېشرفت كښې د تندوالي راوستلو امر كولو سره وئيلي دي کراچۍ د پاکستان معاشي زړه دے ‘ د قائد ښار ته د پېښو مسئلو لرې كولو لپاره به وفاقي حكومت خپل بشپړ كردار لوبوي۔ دا خبرې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پرمختيائي منصوبو په اړه د ش??رو په ورځ د لوړې كچې په غونډه كښې شوې۔ په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر٬ د مواصلات وزير مراد سعید، د سمندري چارو وزیر سید علي حېدر زېدي، خالد مقبول ??دیقي، فېصل واوډا، د سندھ ګورنر عمران اسمعیل، د صوبائي اسمبلۍ غړې ثمر علی خان ، د كراچۍ انفراسټركچر ډوېلپمنټ كمېټۍ لمېټډ چیف اېګزیکټو محمد صالح فاروقي، عدنان اصدر ، د مواصلات سېكتر او ن??رو لوړ پ??رو ګډون ك??لو?? په غونډه كښې د قائد په ښار كښې د وفاقي حكومت له مخې د پرمختيائي منصوبو د پېشرفت جاج و??خستلې شو۔ په دې موقع ??زیراعظم ووئيل کراچۍ د پاکستان معاشي زړه دے كوم چې د هېواد معيشت استحكام او پرمختګ كښې مركزي كردار لري۔ وزیراعظم زما د كراچۍ وګړو ته د پېښو ټرانسپورټ ٬ د څښلو پاكو اوبو٬ سېورېج٬ هاٶسنګ او د ن??رو مسئلو نه ښه خبر يم ٬ په دې مسئلو قابو موندلو په لړ كښې به وفاقي حكومت خپل بشپړ كردار لوبوي۔ وزیراعظم وفاقي حکومت ته د منصوبو په پېشرفت كښې د تندوالي امر وكړو۔ كراچۍ كښې د وفاقي حكومت لخوا د منصوبو د تندوالي په غرض د اړوندو څانګو ترمېنځه د كوټلو رابطو لپاره په وزيراعظم آفس كښې دوهم سېكتر ته ذمه وارۍ وركړې شوې دي۔