اسلام آباد 13 فروری (اے پی پی) د پيټروليم وفاقی وزیر غلام سرور خان وئيلي دي د سعودی ??ربستان ولی عه?? محمد بن سلمان پاكستان ته راتګ د پسرلي اعلان دے، د پرمختګ او سوكالۍ په دې مزل كښې د سعودی ??کومت ګډون ته د قدر په سترګه ګورو۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د سعودی ??رب ولی عه?? محمد بن سلمان د پاكستان دورې په مهال د تاريخي لوظنامو ا?? ريكارډ سرمايه كارۍ هيله لرو۔ ده ووئيل د مذهبی مينې په وجه د پاکستانو زړونه د سعودی وروڼو سره مينه لري، هم دغه وجه ده چې د پاکستان اولس د سعودی ??اهی كورنۍ لپاره د عقیدت جذبه لري او ولی عه?? محمد بن سلمان د پاکستان دورې ته سترګې په لاره دے ۔ غلام سرور خان ووئيل په څو لسيزو اډانه د پاکستان او سعودی ??ړيكې د وخت تېرېدو سره لا قوي كېږي، د پاکستان حکومت په سفارتی ډګر د ورور اسلامی هېواد سره اوږه په اوږه ولاړ دے ۔ده ووئيل حکومت د سعودی پاکستان كښې د سرمایه كارۍ هركلې كوي۔ د سعودی ولی عه?? محمد بن سلمان د پاكستان دورې به ښې نتيجې راوځي۔ غلام سرور خان ووئيل پاکستان او سعودی پھ كوټلو بنیادونو اړيكې لري دغسې د سعودی ولی عه?? پاكستان دورې سره به دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا ترلاس?? شي