بیجنګ ۔ 19 مارچ (اے پی پی)د کمېونسټ پارټی آف چائنا او پاکستان تحریک انصاف ترمينځھ د ګوند??نو په كچه د پلاويو په تږ راتږ صلا راغلې ۔ دا صلا د نهې په ورځ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي بيجنګ كښې د كميونسټ پارټي آف چائنه نړيوالې څانګې وزير سونګ تاؤ سره ملاقات كښې راغلې۔ سونګ تائو خارجه وزير ته بيجنګ ته په راتللو هركلې اووې۔ ملاقات كښې د پاکستان تحریک انصاف او کمیونسټ پارټی چائنا ترمينځه د تفاهم يادښت هم لاس ليك شو۔ خارجه وزير په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل د ګوند??نو په كچه د پلاويو تږ راتږ سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ ده و??ئيل پاکستان تحریک انصاف کمیونسټ پارټی آف چائنه سره د ګوند په كچه مضبوطې اړيكې غواړي۔ ده و??ئيل د دواړو ګوند??نو ترمينځه د مفاهمت په يادښت لاس ليك سره به د دواړو ګوند??نو ترمينځھ اړيكې لا مستحكمې شي۔ ده و??ئيل په سي پېك د پاكستان د ټولو سياسي ګوند??نو صلا يوه ده۔