اسلام آباد 28 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په نېشنل ايكشن پلان عملدرآمد ته موجوده حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي٬كوم چې د عزم آئينه دار او د هېواد د ټولو سي??سي ګوندونو متفقه دستاويز دے ٬حكومت پھ ??لان د عملدرآمد په لاره كښې رامخې ته شوي ټول خنډان لرې كولو ل?? د خپل عزم پخلې كړی۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د قامي داخلي سلامتيا كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال كړی۔په غونډه كښې د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي٬د خزانې وزير اسد عمر٬د تعليم وزير شفقت محمود٬د مذه??ي چارو وزير نورالحق قادري٬د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي٬د آئي اېس آئي ډي جي٬د صوبو چيف سېكترانو٬آئي جي٬صوبائي سېكترانو او نورو سينئر چارواكو ګډون كولو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ځاني او مالي زيان پورته كړی٬د وسله والو ځواكونو٬استخبارتي ادارو او نورو قانون نافذ كونكو ادارو د قدر وړ قربانيو په نتيجه كښې مونږ د ترهه ګرۍ مخ نيوي او پائيدار امن باوري كولو كښې ځانګړې پېشرفت كړې۔عمران خان د دې امر پخلې وكړو چې پاكستان كوم ترهه ګړ?? ډلې ته پھ ??ېواد كښې د فعاله كېدو يا د پاكستان دننه يا بهر كوم هم وسله والو هلو ځلو ل??اره د خپلې خارورې كارولو اجازې نه وركولو ل?? لوظي دے ۔ده ووئيل هلې ځلې تر منطقي انجام رسولو ل??اره مسلسل او پائيدار هڅو ته اړتيا ده ۔د خزانې وزير غونډې ته د اېف اے ټي اېف چارو په اړه آسيائي۔پيسيفك ډلې سره د خپلو ملاقاتونو په اړه بريفنګ وركړو۔داخله سېكتر ميجر(ر)اعظم سلمان خان د غونډې ګډون كوونكي په نېشنل ايكشن پلان عملدرآمد په اړه د پیشرفت نه خبر كړل او سائبر سېكورټي٬مني لانډرنګ٬د مدرسه اصلاحات په اېشوز او د پلان د كاميابه نفاذ په لار كښې د رامخې ته شوو چېلنجونو مخ نيوي په اړه ئې هڅې رامخې ته كړی۔وزيراعظم په نېشنل ايكشن پلان په عملدرآمد كښې اړوندو ادارو او د محكمو ترمينځه هغمږي باوري كولو په اړه د داخله وزارت هڅې وستائېلې۔په غونډه كښې د نېشنل ايكشن پلان په هړ اړخ د عمل درآمد او همغږي باوري كولو ل??اره د ايكسپرټس وركنګ ډلو جوړولو پريكړه وكړه