اسلام آباد 10 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان په سپارښتنه نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے) د ایران سیلاب ځپليو له 32 ټنه د مرستې سامان ورسولې دے۔ د این ډی اېم اے جاري شوې اعلامیې له مخې د مرستې سامان وړومبې کھیپ د شورو پھ ورځ د سي 130 الوتكې د لارې د ایران احواض ښار ته ولېږلې شو۔د مرستې په سامان كښې 500 خيمې ، 3300 کمبلې او ایمرجنسی میډیکل کټس شامل دي۔ په ایران كښې د اوسني بار??ن له امله زيات زيان شوې چې پھ نتيجه ك??ې ئې ګڼ كسان بې كوره شوې او اولس ته مالي زيان رسيدلې۔ په دې سخت وخت كښې پا??ست??ن د خپل ورور هېواد ايران سره ولاړ دے او ځپليو له به د مرستې نور سامان هم لېږلې شي