اسلام آباد 12 اپریل (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی موده تر سره كونكې خارجه سيكترې ته??ین?? جنجو??ه ته په ځانګړو خذماتو پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلې دي ته??ین?? جنجوعه پھ خاص توګه د پاکستانو ميرمنو لپاره يو مثال او صلاحیت لر??نكې خارجه سيكتره وه، پاکستان او ادارې لپاره به د هغې خذمات عمر له ياد ساتلې شي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ خارجه وزارت كښې د خارجه سيكترې ته??ین?? جنجوعه په اعزاز كښې د مخه ښې دستورې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ د مخه ښې دستوره كښې اسلام آباد كښې تعینات غیر ملکی سفیرانو ، د خارجه وزارت اعلیٰ چارواكو هم ګډون كولو۔ خارجه سيكترې ته??ین?? جنجوعه په 14 اپریل خپله موده پوره كولو سره ریټائر كېږي۔ خارجه وزير ووئيل يوه داسې ټولنه چرته چې نارينه غالب وي هلته د ميرمنو غږ پورته كول او په اعلیٰ چوكو وظيفه ترسره كول آسان کار نه دے خو خارجه سيكترې ته??ین?? جنجوعه خپل 30 كاله کیریئر كښې د هېواد او قام لپاره په زړه پورې خذمات ترسره كولو سره د ميرمنو لپاره يو مثال جوړ كړې۔ ده ووئيل پاکستان څه موده وړاندې د ځينو چیلنجونو سره مخ وؤ خو د هغې د ښو هلو ځلو په سوب په دغې قابو موندلې شوې۔ خارجه وزير ووئيل ته??ین?? جنجوعه خپل كار سره مخلصه وه ، د هغې کمې به شدت ??ره محسوسولې شي۔ ده ووئيل پاکستان او ادارې لپاره په خذماتو ته??ین?? جنجو??ه ته سلام كوم۔ د مخه ښې دستورې ته ته??ین?? جنجوعه هم خطاب وكړو۔ دې پھ مرسته كولو د خارجه وزير او وزارت مننه وكړه ٬ دې ووئيل ما چې څه هم كړې هغه مو د هېواد او قام لپاره كړې دي