اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د ق??مي اسمبلۍ زرعي مصنوعات لپاره جوړې كړې خاص كمېتۍ پرېكړه كړې چې د هاٶسنګ سوسائيټو زياتېدو لاره نيولو لپاره به ق??مي اسمبلۍ كښې قرارداد وړاندې كولې شي ٬ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي هاٶسنګ سوسائيټۍ د ګرد هېواد مسئله ده٬ د سوسائټو له امله زرعي زمكې ختمېږي۔ د شورو په ورځ د خاص كمېټۍ غونډه د سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې په پارلمان كښې اوشوه ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې اسد قېصر ووئيل د كرك??لې په اړه څلورو واړو صوبو سره روابط جوړول غواړو٬ د اتلسم بدلون نه پس د كرك??لې څانګه صوبو له تللې٬ غواړو چې كروندګرو ته زياتې آسانۍ وركړې شي۔ ده ??وئيل د اوسنيو بارانونو له امله د كروندګرو زيات زيان شوې٬ صوبې دې د خپلو خپلو كروندګرو د زيان اندازه ولګوي ۔ ده ??وئيل كروندګرو ته د زيان ريليف په اړه به وزيراعظم سره خبره كوم۔ ده ??وئيل زرعي مصنوعات لپاره دې نوې منډۍ ولټولې شي۔ په دې موقع د نېشنل فوډ سېكتر هاشم پوپلزئۍ ووئيل هېواد كښې سمارټ اېګريكلچر نظام نه دې معرفي كړې شوې٬ تېر وخت كښې زرعي څانګه نظر انداز كړې شوې۔ په دې موقع د كمېټۍ غړو په اړوندو چارو خبرې وكړې