اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د شورو په ورځ په پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې د تشدد نه وروستو د وژلې شو?? ماشومې فرشته پلار ګل نبي او د هغه كورنۍ ليدلې دي۔په ملاقات كښې د اسلام آباد اې?? اې?? اے علي نواز اعوان او آئي جي پھ مشرۍ كښې تحقيقاتي كمېټي هم موجود وه۔پھ دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر ته د انتظاميې لخوا د پیښې په اړه بريفنګ وركړی شو او وې وئېل چې پیښې پلټنو لپاره جوډېشل انكوائري روانه ده۔اېف آئي آر نه درج كونكو پوليس اهلكارو په ضد اې?? آئي آر درج كړی شو?? او په روغتون كښې د خپلې ذمه وارۍ څخه لاپرواهي كونكو اهلكارو په ضد هم انكوائري روانې دي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د فرشته كورنۍ ??ه بشپړه انصاف وركولو باور وركړو او وې وئېل چې په هېڅ ډول به دې ډول پېښو كښې ككړ كسان بخښلې نشي۔انصاف به په هر صورت ترلاسه كېږي او انصاف به په نظر راځي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې د فرشته قاتلان به ??ېر زر ونيولې شي او خپل انجام ??ه به ورسولې شي۔سپيكر سركاري اهلكارو ته د اولس لپاره د آسانيو پیدا كولو سپارښتنه هم وكړه۔