اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي﴾ د قومي اسمبلې سپيكر اسد قېصر انساني?? لپاره د عبدالستار اېدهي خدماتو ته پېرزوينه وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د انسانيت خد??ت كوونكي تل ژوندي وي٬ ايدهي صاحب خپل ځان د غمجن انسانيت خدم?? لپاره وقف كولو سره يو قابل تقليد مثال قائم كړے او د هغه په قومي اتلانو كښې شمېرل كېږي٬ داسې شخصيات ډېره موده پس پېدا كېږي۔ ده دا خبرې د عبدالستار اېدهي د دريم تلين په مهال په ??پل پېغام كښې وكړې كوم چې ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په ټول هېواد كښې په ??قيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ اسد قېصر ووئيل چې د انسانيت خدمت زمونږ ديني٬ اخلاقي فريضه او وړومبې ذمه واري ده او دا د الله تعالٰي د رضا كولو غوره ذريعه ??ه۔ ده ووئيل چې اوسنې حكومت د بې وسه او د ټولنې پاتې طبقو او د خصوصي كسانو فلاح لپاره اقدامات كوي۔ دې مقصد لپاره حكومت د غربت ختمولو او د بې وسه خلقو تحفظ لپاره وزارت جوړ كړے چې د لارې ئې د احساس پروګرام له مخې لوي فنډ بېل كړے شوے او دې سره سره نور يو شمېر پروګرامونه هم پېل كړې شوي دي۔ ده ووئيل چې بايد د ټولنې شتمن خلق او تنظيمونه د ايدهي تقليد كولو سره د خلقو د ژوند په ??دلولو كښې خپله برخه اچولو لپاره كردار ترسره كړي۔