اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي﴾ د كشمير ګلوبل كونسل تر سيوري لاندې په ټورانټو كښې ?? هند په ضد احتجاجي مظاهره وشوه چې پكښې ?? زرګونو په شمېر خلقو ګډون وكړو۔ د اتوار په ورځ ترلاسه شوي بيان له مخې په دې احتجاج كښې ?? سكهانو٬ ځائي وګړو او هندو ټولنې پشمول بېلا بېلو طبقو سره تعلق لرونكو خلقو ګډون وكړو۔ احتجاج ته د وېنا كولو په مهال وېنا كوونكو په مقبوضه كشمير كښې ?? هند په روانو ظلمونو خبرې وكړې او د حكومت په غېر انساني رويه ئې سخته نيوكه وكړه او د هند لخوا ?? آئين آرټيكل 370 په منسوخې ئې سخت احتجاج وكړو۔ مظاهرچيانو په مقبوضه سيمه كښې ?? هند په ظلمونو د كاناډائي حكومت او سياسي مشرانو په خاموشې هم نيوكه وكړه۔